شهزاده سلمان له پاکستان سره د ٢٠ ملیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي. د سعودي عربستان دولتي تلویزیون له پاکستاني مشرانو سره د محمد بن سلمان تر لیدنې وروسته ویلي، سعودي له پاکستان سره د ٢٠ ملیاردو ډالرو په ارزښت بېل تړونونه لاسلیک کړي دي. محمد بن سلمان اسلام اباد کې دی او د راتګ یې ډېر تود هرکلی شوی دی. پاکستاني چارواکي دغه سفر ته هیله من دي او دا هیله لري چې د محمد بن سلمان سفر وکړی شي، د پاکستان اقتصادي وضعیت ښه کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي ولیعهد د ۲۰ میلیارده ډالر پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا د پانګونې له امله له محمد بن سلمان مننه کړې ده او ددواړو هېوادونو تر منځ یې اړیکې پیاوړې بللې دي.





































