محب وایي، په افغانستان کې دې له ترهګرو ډلو سره مالي او نظامي مرستې بندې شي. د ملي امنیت شورا وياند قادر شاه وويل، چې د ملي امنيت سلاکار دغه څرګندونې د ايران په پلازمېنه تهران کې د پنځو هېوادونو تر منځ په امنيتي غونډه کې کړې دي. هغه زياته کړه، په دغه ناسته کې د ايران، افغانستان، چين، روسيې او هندوستان د ملي امنيت سلاکارانو برخه اخيستې وه. د قادر شاه په وينا، ددې ناستې ګډونوالو په سيمه ييزه کچه له ترهګرۍ او په ځانګړې توګه د داعش ډلې پر ضد پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ. د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب يادې ناستې ته په خپله وينا کې ترهګرو ډلو سره د مالي او نظامي مرستو د بندولو غوښتنه کړې ده. هغه زياته کړه، څو پورې چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره دا ډول مرستې کېږي، نو له هغوى سره اغېزمنه مبارزه نه شي کېدلى. محب په داسې حال کې پر ترهګرو د مالي او نظامي مرستو د بندولو غوښتنه کړې، چې د ايران، پاکستان او روسيې په ګډون ځينې هېوادونه په افغانستان کې له ترهګرو سره پر مالي او پوځي ملاتړ تورن دي.