د هندي چارواکو په خبره د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې نن له وسله والو سره په یوه نښته کې شاوخوا څلور هندي سرتېري وژل شوي دي. سیمه ییز چارواکي وایي، دا پېښه د پلواما سیمې په پینګلان کلي کې شوې ده. په دې نښته کې یو بل سرتېری او یو ملکي وګړی ټپیان شوي هم دي. هندي رسنیو ویلي دا نښته هغه مهال رامنځته شوه کله چې د پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد وسله والو پر سرتېرو ډزې وکړې. جیش محمد وسله والې ډلې چې هند وایي، پاکستان ترې ملاتړ کوي، ددې برید پړه پر غاړه اخیستې ده.





































