پاکستان له هند سره د کړکېچ تر زیاتېدو وروسته له نوي ډیلي نه خپل کمېشنر ورغوښتی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي خپل کمېشنر یې د سلا او مشورو لپاره ورغوښتی دی. پاکستان دغه اقدام وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې په دوو جلا پېښو کې د هند د پوځ او هندي ملېشو لسګونه سرتېري او پولیس وژل شوي دي. پاکستان په شویو بریدونو کې لاس لرل ردوي خو هند وایي دا بریدونه هغو وسله والو کړي دي چې په پاکستان کې مېشت دي او یاد هېواد ترې ملاتړ کوي.





































