د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وایي، هېواد به یې د پاکستان او هند ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي. هغه چې د سعودي له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره پاکستان ته په سفر کې ملګری دی، دغه څرګندونې په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته کړې دي. پاکستان ته د سعودي د ولیعهد د سفر په ترڅ کې اسلام اباد له نوي ډیلي نه خپل کمیشنر د سلا او مشورو لپاره ورغوښتی دی. پاکستان دغه اقدام وروسته له هغه کوي چې په وروستیو دوو جلا پیښو کې د هند د پوځ او د هندي ملېشو لسګونه سرتېري او پولیس وژل شوي دي. که څه هم پاکستان په دې بریدونو کې لاس لرل ردوي خو په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې جیش محمد د دې بریدونه پړه پر غاړه اخیستې ده.





































