د چین د سوداګرۍ وزارت د تازه شمېر له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۵/۷ ټريليونو یوانو ته رسېدلي، چې د تیر کال په پرتله ۱۴.۴٪ زیاتوالی ښيي. دا یو نوی تاریخي لوړوالی یې ټاکلی دی. پکې د خدماتي سوداګرۍ صادرات او واردات په جلا جلا توګه د تیر کال په پرتله ۱۸.۲٪ او ۱۱.۸٪ زیات شوي دي.
د چین د سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د څیړنې اکاډمۍ د خدمتي سوداګرۍ انسټیټیوټ مشر لي جون وویل، دا لومړۍ ځل دی چې د چین د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت يو ټريليون امریکايي ډالرو څخه زیات دی. په ۲۰۲۴ کال کې د ډیجیټل او ځرک کېدو او ایکولوژي پرمختګ په نړیوال رجحان سره، د چین د خدمتي سوداګرۍ اندازه په دوامداره پراخه کېږي، جوړښت یې ښه والی کېږي چې د پرمختک بالقوه توان ښیې.