د مصر هېواد په پلازمېنه قاهره کې د یوې چاودنې له امله د یو مشکوک کس په ګډون دوه پولیس وژل شوي دي. چارواکي وایي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته الازهر جومات ته څېرمه رامنځته شوې ده چې دوه پولیس یې ټپیان کړي هم دي. د مصري چارواکو په خبره مشکوک کس تر وړاندې لا پولیسو پېژندلی و خو تر نیولو مخکې یې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده. د چارواکو په خبره دا مشکوک تروریست له تېرې اوونۍ راهیسې په قاهره کې د یوه بل جومات مخې ته د بم اېښودلو د هڅې په تړاو د پولیسو تر څار لاندې و.





































