د ایران د سپاه پاسدران ځواک یو قومندان محمد پاکپور ویلي چې د یاد هېواد د بلوچستان په سیستان سیمه کې پر ایراني پوځیانو برید د حافظ محمد علي په نامه یوه پاکستاني وګړي کړی دی. هغه ویلي چې په همدې تړاو یې دوه کسان نور هم نیولي دي چې هغه هم د پاکستان تبعه دي. پاکپور یو ځل بیا پاکستان ترهګرو ته په پنا ورکولو تورن کړ اوزیاته یې کړه چې یاد هېواد باید په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او کنه نو دوی به خپله لاس په کار شي. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ایران په سیستان سیمه کې پر ایراني پوځیانو برید کې ۲۷ سرتېري ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول. ددې برید پړه پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد په غاړه واخسته چې د پاکستان پر وړاندې یې یو ځل بیا د ګاونډیو هېوادونو توند غبرګونونه راوپارل.





































