د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۱۵ مه نېټه په مونيخ کې د امنيت غونډې په څنډه کې له خپل اوکرايني سيال اندري سيبيګا سره وکتل.
وانګ يي وويل، چين اوکراين خپل ملګری او همکار بولي او غواړي له دغه هېواد سره دوه اړخيزو اړيکو ته پرمختګ ورکړي او عملي همکارۍ وکړي.
وانګ يي د اوکراين د بحران په اړه وويل، چې هېواد يې د سولې لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي او هيله لري، چې د سولې په تړاو عادلانه، دايمي، اغېزمنه او د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ هوکړه رامنځته شي.
اندري سيبيګا وويل، چې اوکراين د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي له چين سره تګ راتګ زيات کړي او خپلمنځي ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې لانږدې کړي. نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې اوکراين د چين روښانه او متوازن دريځ ستايي او هيله لري، چې دغه هېواد د هراړخيزې، عادلانه او دوامدارې سولې د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.