د جرمني صدراعظم اولاف سچولز په مونيخ کې د چين د بهرنيو چارو له وزیر وانګ يي سره وکتل.
وانګ يي په دې لیدنه کې وويل، چين او جرمني او همدارنګه چين او اروپا باید د ستراتېژيکو همکارانو په توګه يووالی، همغږي او همکارۍ پياوړې کړي، پر ازادې سوداګرۍ دې ټينګار ولري او د ملګرو ملتونو صلاحيت دې وساتي. چين غواړي له جرمني سره هراړخيزې همکارۍ ژورې کړي او خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ ورکړي.
سچولز وويل، چې هېواد يې له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له دغه هېواد سره د بېلابېلو کچو چارواکو ترمنځ اړيکې او د نظريو تبادلې زياتې کړي او خپلمنځي څو اړخيزې ستراتېژيکې همکارۍ تقويه کړي. نوموړي زياته کړه، چې جرمني د سوداګرۍ له حمایت غوښتنې سره مخالفت کوي او هيله لري، چې له چين سره په رغنده رويې سره د برېښنايي موټرو په اړه اصطکاک حل کړي او د ازادې سوداګرۍ سیسټم وساتي.