د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د افريقايي ټولنې ۳۸مې سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې افريقايي ټولنې په تېر يو کال کې د افريقايي هېوادونو د يووالي، له سيمه ييزو او نړيوالو ننګونو سره د مبارزې، د افريقايي غږونو د پورته کولو، د افريقا د نړيوال مقام او اغېز د لوړوالي په برخو کې د مشرۍ رول لوبولی دی. نوموړي هيله څرګنده کړې، چې افريقايي هېوادونه او خلک د خپلواکۍ او پرمختګ په لار کې نوي او لا لوی برياليتوبونه تر لاسه کړي.
رئيس شي جين پينګ ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو د ټينګوالي او سمسورتيا کال بللی او هيله يې ښودلې، چې د افريقايي هېوادونو له مشرانو سره د عصري کېدو په جريان کې د چين او افريقا د همکارۍ د ۶ فقره ييز وړانديز او د ملګرتيا د ۱۰ عملونو د تطبيق لپاره ګډې هڅې وکړي، تر څو چينايان او افريقايان له لاسته راوړنو څخه ګټې واخلي.