د انټرنيټي شمېرنې له مخې، په نړۍ کې د «نجا ۲» په نوم د چيني کارتوني فلم د پلورل شويو ټيکټونو ارزښت له ۱۲ ميليارډو او ۳۱۹ ميليونو يوانو څخه اوښتی چې په دې سره يې د نړۍ د کارتوني فلمونو په درجه بندۍ کې لومړی ځای نيولی دی.
په دې وروستيو کې دغه فلم له چين څخه بهر په ډېرو هېوادونو کې خپور شوی او د نندارچيانو تود هرکلی او ستاينې يې تر لاسه کړې دي.