د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د لوړې کچې غونډې مشري وکړه.
هغه په دې غونډه کې په نړيوالې ادارې کې د اصلاحاتو او بشپړتيا په اړه د چين نظريې بيان کړې.
وانګ يي وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوي د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې، د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه د نړيوالې ادارې د بشپړوالي په باره چيني لايحې دي.
وانګ يي زياته کړه، چې چين غواړي نړۍ د سولې او امنیت په رڼا کې اداره وشي.
د نوموړي په خبره، چين د سولې او امنيت په برخه کې ډېر ښه ريکارډ لري او د سوله ييز پرمختګ پر لارې يې ټينګار کړی.
ده دغه راز ویلي چې چین د اختلافونو او جنجالونو په حلولو کې سوله ييزې لارې غوره کړې او د مهمو مسئلو د حل لپاره يې رغنده رول لوبولی دی. بر سېره پر دې، د چين ځواکونه د ملګرو ملتونو په سوله ساتونکو عملياتو کې مهم قوتونه ګرځېدلي.