د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د يوې خبري غونډې مشري وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې هېواد به یې د اپریل په میاشت کې د بهرنیو موټرو پر وارداتو اضافي تعرفې ولګوي. ویاند ګوه جیا کون په دې اړه وویل، چین تل په دې باور دی چې د ځاني سوداګرۍ ساتنه هېڅ اغېزه نه لري او د سوداګرۍ او تعرفو جګړه ګټونکی نه لري، نړیواله ټولنه هم پر دې توافق لري.
ده زیاته کړه، امریکا هم باید پوه شي، څه چې نړیواله ټولنه ور ته اړتيا لري، د اضافي تعرفو لګول نه دي، بلکې د متقابل درناوي پر بنسټ په مساوي سلامشورې د يو بل پاملرنې او اندېښنې حل کړي. چين به د خپلو مشروع حقوقو او ګټو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.