هند یو ځل بیا ویلي چې د کشمیر د برید اصلي طراحان د پاکستان پوځ او ای ایس ای دي. د هندي رسنیو د راپورنو له مخې ددغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو ویلي، چې د کشمیر برید د پاکستان د استخباراتي ادارې او پوځ له لوري طراحي شوی و او دوی په دې اړه دقیق معلومات لري. د هندي چارواکو په وینا دوی بریالي شوي چې تر برید سل ساعته وروسته په برید پورې تړلي ځنې کسان ووژني، خو اصلي طراحان یې په پاکستان کې دي او د پاکستان د استخباراتي ادارې په لارښوونه یې دغه خونړی برید ترسره کړی دی.





































