بوسنیا وایي چې تېر کال یې د ترهګرۍ او انساني قاچاق په تړاو مشکوک شپږ تنه افغانان نیولي دي. د دې هېواد د بهرنیو چارو ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پنځه افغان کډوال د ترهګرۍ او شپږم یې د انساني قاچاق او د منظمونو جرمونو د تړاو په شک توقیف شوي دي. دغې ادارې نیول شوي افغانان چې عمرونه یې د ۲۲ او ۳۴ کلونو ترمنځ ښودلي، د دې هېواد عامه نظم اوامنیت ته ګواښ بللی او ویلي یې دي چې بېرته به یې له هېواده وباسي. له تېر ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې چې هنګري او صربیا د کډوالو او پناه غوښتوکو پرمخ خپلې پولې تړلې، خو بیا هم ګڼ شمېر کډوال چې ډېری یې د افغانستان، پاکستان، عراق اوایران اتباع دي، بوسنیا ته تللي.





































