د امریکا د کانګرس یوه جرګه وایي، داسې معلومات یې تر لاسه کړي دي چې سپینه ماڼۍ هڅه کوي سعودي ته حساسه اټمي ټکنالوجي ولېږدوي. د څار او سمون یوه کمېټه وایي، دا کار د اټمي انرژۍ د قانون خلاف دی او کانګرس یې باید وارزوي. د دې جرګه ګۍ په وینا، د ملي امنیت مخکني سلاکار مایکل فلېن دغه پلانونه هڅولي چې د ولسمشر ټرمپ په ملاتړ د شرکتونو یوه ټولنه پکې ښکېله ده. سعودي ټینګار کوي، چې د اټومي بټیو د جوړلو موخه یې یوازې د انرژي د سرچینو زیاتول دي. د یادې جرګې یو راپور کاږي، ان تر یوې اونۍ وړاندې پورې د سپینې ماڼۍ چارواکو پر دغه وړاندیز غور کاوه. د ډیموکراټانو په مشرۍ دغې کمېټې اندېښنه ښودلې چې سعودي عربستان ته د حساسي اټومي ټکنالوجۍ لېږد ښايي همدا اوس هم روان وي او په دې اړه یې د پلټنې حکم کړی دی. سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





































