شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چین د نوې انرژۍ موټرو ډیجیټالي پرمختګ او د زرغون ترانسپورتي انقلاب اړوند د یوې نوې دورې پیل

لیکنه: ولي الهام

مارچ 6, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د مارچ په پنځمه نېټه د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرس درېيمه کلنۍ غونډه د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه. د چین صدراعظم لي چيانګ حکومتي راپور وړاندې کړی او پکې يې د چین د نوې انرژۍ د موټرو يادونه هم کړې ده. د چين د نوې انرژۍ موټرو په پرمختګ سره د نړۍ د زرغون ترانسپورتي انقلاب هم پيل شوی دی.

په نړۍ کې د موټرونو بازار تل د بدلون په حال کې دی او په دغه برخه کې د بېلابېلو هېوادونو لپاره فرصتونه متغیر دي، چې اوسمهال د نړۍ په کچه چین هېواد د دغه مثبت بدلون سرلاری ګڼل کېږي. د موټر جوړونې  په صنعت کې د چین هېواد د نړۍ له ترټولو لویو او چټکو وده کونکو هېوادونو  څخه دی. دغه هېواد له اوږدې مودې راهيسې په جدي توګه د موټرو پر تولید لاس پور کړی، چې دا وخت د نړۍ ترټولو لوی د موټرو بازار هم لري. دغه هیواد نه یوازې دا چې د خپلو داخلي موټرو تولید یې زیات کړی، تر څنګ یې د موټرو د لویو صادرونکو هېوادونو له ډلې دی. دا په داسې حال کې ده، چې د چین حکومت له مالي او زېربنایي اړخه د خپل دغه صنعت سخت ملاتړ هم کوي. چین د نوې انرژۍ د موټرو  (NEVs) تولید او پلور د برخې یو له سترو هېواونو څخه دی. د روان کال په جنورۍ کې، د چین د نوې انرژۍ د موټرو تولید او پلور اندازه په جلا جلا توګه د یو میلیون او پینځلس زره او ۹۴۴ زرو ته رسېدلې، چې دغه شمېر په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا ۲۹٪ زیاتوالی ښیي. دا پرمختګ نه يوازې د چين د صنعتي ودې استازيتوب کوي، بلکې د زرغون ترانسپورتي سيستم په لور يو مهم ګام هم بلل کېږي.

د چین هېواد د نوې انرژۍ د موټرو پرمختيايي وضعيت:

چين د نوې انرژۍ د موټرو په برخه کې سترې لاسته راوړنې لرلي دي. دا هېواد نه يوازې د توليد او پلور له مخې مخکښ دی، بلکې د تکنالوژۍ، زېربناوو، او پاليسيو له نظره یې هم د نوې انرژۍ د موټرو لپاره غوره چاپېريال رامنځته کړی دی. د چين حکومت د زرغون اقتصاد د پراخېدو په موخه مالي امتيازات، سبسايډي او د چارج کولو سټېشنونو په موخه د ودې پروژې پيل کړې دي. دغه اقدامات د دې لامل شوي، څو چين په پرله ‌پسې ډول د نوې انرژۍ د موټرو د بازار مخکښ هېواد پاتې شي. چین د زرغون ترانسپورتي سیسټمونو د پرمختګ په برخه کې خورا بریالی دی. دغه هېواد د فوسیل سونګ توکو مصرف کمولو او د کاربن د اخراج د کمولو لپاره ځانګړې پالیسۍ پلي کړې دي. د برېښنايي موټرو، هایډروجن سونګ توکو، او هایبرېډ موټرو ته د چین توجه د دې هېواد د ترانسپورتي سکتور د زرغون والي ښکارندویي کوي. د چارج کولو زېربناوو پراختیا، د بطرۍ ټکنالوژۍ پرمختګ، او د نوې انرژۍ وسایلو ته د عامه لاسرسي او په ټوله کې د دې سکتور د پراختیا لپاره یاد هېواد ډېر مهم پورته کړي. د چین هېواد د نوې انرژۍ موټرو صنعت  اوس مهال په بشپړه توګه د نړیوالو معیارونو سره برابر دی او تمه کېږي، چې  په نږدې راتلونکي کې د نوې انرژۍ موټرو وده لا نوره هم پراخه شي. د تحلیلونو له مخې تمه کېږي چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې به په چین کې د نوې انرژۍ موټرو پلور د پټرولي موټرو په پرتله ډېر شي. دا بهیر ښيي چې د چین هېواد د نوې انرژۍ موټرو د پلور احصائیې په برخه کې له وړاندې د ټاکل شوي هدف څخه شاوخوا لس کاله مخکې دی. په ۲۰۲۰ کال کې، د چین حکومت د نوې انرژۍ موټرو لپاره یو هدف وټاکه، چې له مخې یې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د دې هېواد نیمایي موټرې په نوې انرژۍ سمبال وي، خو د دغه صنعت په برخه کې د یاد هېوا د متعهدو پانګوالو ملي ګټو ته ژمنو رهبرانو او نوښتګرو تولیدي شرکتونو په زیار او زحمت له ټاکل شوې مودې وړاندې دغه موخې ته ورسېدل.

د چین هېواد د زرغون ترانسپورتي پرمختګ ارزونه:

چین د نوې انرژۍ موټرو په صنعت کې د پام وړ پرمختګونو سره، د راتلونکي لپاره یوه دوامداره او زرغون ترانسپورتي نظام ته لار پرانستې ده. د دې صنعت په پرمختګ سره، یاد هېواد د نوې انرژۍ موټرو ته د نړیوال بازارونو دروازه هم پرانیزي، چې د نړۍ لپاره هم مثبت او ګټور ثابتېدلی شي. چین اوسمهال د نوې انرژۍ موټرو په صنعت کې د نړۍ یو له مخکښو هېوادونو څخه بلل کېږي. دې هېواد نه یوازې په تولید او پلور کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي، بلکې په ټکنالوژۍ، زېربناوو او پالیسو کې هم پام وړ پرمختګ کړی دی. د چین د نوې انرژۍ موټرو د تولید او پلور گراف په دوامداره توګه مخ په لوړېدو دی. دغه چاره د دې وړاندویه کوي، چې په نیږدې راتلونکي کې به د دغو تولیداتو د پلور په شمېر کې نور هم ډېروالی راشي او له مخې به یې چین د دغه صنعت له مخکښو هېوادونو پاتې شي. چین همداراز د بطرۍ اړوند ټکنالوژۍ او په  چټکه توګه د چارج په برخه کې هم د نړۍ مخکښ هېوا دی. دې هېواد د پرمختللو بطرۍ ټکنالوژیو د تحقیق او پراختیا په موخه سترې پانګونې کړې دي، چې له دې امله یې د برېښنايي موټرو فعالیت ښه شوی او د چارج کولو وخت یې کم شوی دی. دا کړنه د دې لامل شوې، څو دا موټرونه یې د ورځني ژوند چارې اسانه کړي.

د نوې انرژۍ د موټرو صنعت د نړۍ د دواملرونکي پرمختګ او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره څنګه مرسته کولی شي؟

د نوې انرژۍ موټرونه د چين د چاپېريال ساتنې پاليسيو يوه مهمه برخه ده. دا هېواد هڅه کوي چې د فوسيل سونګ توکو مصرف کم کړي او د کاربن د اخراج اندازه راټيټه کړي. سربېره پر دې، د چارج کولو زېربناوو پراخوالی، د بطرۍ ټېکنالوژۍ پرمختګ او د نوې انرژۍ وسايطو ته عامه لاسرسی د دې سکټور د لا پراختیا لامل شوی دی. د چین د نوې انرژۍ د موټرو پرمختګ د نړۍ د دواملرونکي پرمختګ په برخه کې مهم رول لري. د نوې انرژۍ موټرونه د دودیزو موټرو په پرتله لږ کاربن ګازونه تولیدوي، چې دا د نړۍ د تودوخې د کمولو لپاره یو مهم او مثبت ګام دی. همدارنګه، چین د برېښنايي موټرو سره د لمریزې، بادي، او نورو پاکو انرژیو د یوځای کولو هڅه هم کوي، چې دا د نړۍ لپاره د انرژۍ یو نوی ماډل رامنځته کولی شي. د دې تر څنګ، چین د نوې انرژۍ د ټکنالوژۍ صادراتو ته خپل دوام جاري ساتي، څو د نورو هېوادونو لپاره هم د زرغون ترانسپورتي صنعت د پراختیا لامل شي او په دغه برخه کې یې چین د لارښوود په توګه عمل وکړي. د دغه صنعت په برخه کې شمېرې او احصایې ښیي، چې بازار یې متحرک دی او په خورا چټکۍ د پراخېدو په حال کې دی. د دغه صنعت د برخې چیني نوښتګر تولیدي شرکتونه په دې هڅه کې دي، څو پر وخت د خپلو پېرودونکو اړتیاووې او غوښتنې پوره کړي. نو د غه ټولو ته په کتو د هیله‌بښونکو بدلونونو تمه کېږي، او د چاپېریال سره سازګار زرغون ترانسپورت ته به تقاضا په پراخه کچه زیاته شي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In