د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د درېيمې کلنۍ غونډې په اړه يوه خبري ناسته د مارچ په ۷مه نېټه تر سره شوې. د دغه هېواد د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په دغه خبري ناسته کې د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.
هغه د اوکراين بحران په اړه پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې چين د دغه بحران له پېل څخه د خبرو اترو او سياسي حل په لارې ټينګار کړی.
د ده په وینا چین د روسيې او اوکراین تر منځ د سولې په موخه د خبرو اترو د هڅولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي.
وانګ يي وايي، چين د سولې د رامنځته کولو لپاره هر ډول هڅونو څخه ملاتړ کوي، ځکه په نښتو کې بريا ګټونکی نه شته.
دی وايي، خبرې اترې د شخړو د ختمېدو او د سولې د پيلېدو لاره ده. نوموړي دغه راز ویلي چې چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د اوکراين بحران د حل او د ډايمي سولې د رامنځته کولو لپاره خپل ارزښتناک رول ته دوام ورکړي.
وانګ يي وويل، د اوکراين بحران تر ۳ کلونو هم اوښتی دی او که تېر وخت ته يې وګورو، موږ کولای شود دې تراژيدۍ مخنيوی وکړي.
هغه وايي، بېلا بېلې خواوې بايد له دې بحران څخه درسونه واخلي، امنيت کې متقابلې او مساوي ګټې دي، د يو هېواد امنيت د نورو هېوادونو د ناامنۍ په بيه نشي جوړېدای.
د ده په وینا، ټول باید د مشترک، جامع، همکاريز او دوامدار امنيتي مفهوم د عملي کېدو ملاتړ وکړي او یوازې له همدې لارې شونتيا شته چې په آسیا، اروپا او آن نړۍ کې اوږدمهاله او دایمي سوله او ثبات تامین شي.






























