تېر کال د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۱۳۴.۹ تريليونه يوانو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله ۵٪ زياتوالی يې ښودلی او د نړۍ د عمده اقتصادونو په منځ کې يې مخکښ ځای خپل کړی دی. د چين ميډيا ګروپ اړوند سي جي ټي اين د ۴۱ هېوادونو له ۲۵۸۸۳ خلکو نظر پوښتلی چې په دې نظر سنجۍ کې ۸۴.۳ ٪ ګډون کوونکو د خلکو په محور د چين پرمختيايي مفکورې ستايلې او د چين د حکومتوالۍ د وړتيا لوړه قدرداني يې کړې ده.