د چین، ایران او روسیې سمندري ځواکونه به د مارچ په لومړۍ او دوهمې لسيزې کې د (امنیتي بانډ – ۲۰۲۵) په نوم ګډ پوځي تمرينونه ترسره کړي.
د دې تمرین د پلان له مخې، دا درې اړخیز تمرینونه به د ایران چابهار بندر ته نږدې تنظیم او پلي شي او اصلي موخه يې پر سمندري اهدافو برید، پلټنې او نیول، د زیان کنټرول، او ګډ لټون او ژغورل دي.
سرچینه وايي چې په دې تمرینونو سره به د ګډون کوونکو هیوادونو د پوځي ځواکونو ترمنځ د متقابل نظامي باور او عملي همکارۍ ژوره شي.