د چين د حکومت په سږني راپور کې د ورخلاصون تګلارې پر دوام او ثبات او د بيولوژيکې تولیدي چارو پر ودې ټينګار شوی دی.
په اسيا او ارام سمندري سيمې کې د ډنمارک د نوونیسیس بیولوژيکي شرکت مرستيالې وانګ څونګ د چين سږنيو دوو غونډو ته پاملرنه کړې او مالومات يې څارلې دي. نوموړې د چين د ورخلاصون تګلارې د بهرنيو تصديو لپاره اړينې بللي او همدا یې په دغه هېواد کې د ډېرو پانګونو بنسټ یاد کړی دی.
مېرمن وانګ څونګ له سي اېم جي سره په مرکې کې ويلي، د چین د حکومت په سږني کاري راپور کې د هېواد د بيولوژيکي توليدي چارو پر ودې ټينګار شوی، چې دا د دغه هېواد د پرمختګ د ستر توان ښکارندويي کوي.
نوموړې د چين دوو غونډو ته پاملرنه د بهرنيو شرکتونو د مشرانو لپاره يو اړين کورس ياد کړی او په خبره یې، دغه غونډې هر يوه شرکت ته د مالوماتو ور پرانېزي او په چارو کې ورسره مرسته کولی شي.
د ۲۰۲۴م کال تر پایه په چين کې شاوخوا ۲۳۹/۱ میليونه بهرنې تصدۍ جوړې شوي او د ۲۰.۶ ټريليونو يوانو په اندازې پانګې کارول شوي دي.
بهرنۍ تصدۍ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون شاهدې پاتې شوي، مرستې یې ورسره کړي او ګټې يې ترې اخیستي او له اقتصادي پرمختګ سره یې اوږدمهالې اړيکې جوړې کړې دي.
د چین د حکومت د ۲۰۲۵م کال کاري راپور په ۱۰ لویو دندو کې “بهر ته د لوړې کچې ورخلاصون پراخول او د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې ثبات ساتل” ډېره اړينه برخه ياده شوې او څرګنده نښه يې ورکړې، چې نړۍ ته د چين دروازه به نوره هم پراخه او د بهرنۍ پانګونې لپاره به يې بازاري فرصتونه لازیات شي.
د چین په سترې برخې کې د هانکانګ مخابراتي شرکت مسؤل مای جي هوی له سي اېم جي سره په مرکې کې ويلي، چې اوسمهال په نړۍ کې سیالۍ ورځ تر بلې سختېږي او کورنۍ تصدۍ پر له پسې د مخابراتي خدمتونو غوښتنه کوي.
نوموړي باور ښودلی، چې شرکت به یې له لویو فرصتونو څخه په استفادې د چین د سترې برخې تصدیو ته زيات متنوع او لوړ کيفيت لرونکي مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.
چين د بهرنیو تصدیو لپاره یو لړ ښې تګلارې پلې کړي او زيات فرصتونه يې ورته برابر کړي دي.
په چین کې د بهرنيو شرکتونو لپاره ښه زمېنه برابره شوې، چې خپلې پانګونې ډېرې او ښې ګټې ترلاسه کړي.