په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د روانې میاشتې په لسمه نېټه ويلي چې اوس په افغانستان کې ثبات دی، خو د بشري، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په برخو کې له ننګونو سره مخ دی. هغه پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې له دغه هېواد سره بشري مرستې او د دې هېواد د پرمختګ لپاره پانګه زياته کړي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د افغانستان مسئلې په اړه يوې علني غونډې کې ويلي چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان د سرپرست حکومت سره تماسونه وساتي. دغه ویلي چې چين له دې څخه ملاتړ کوي چې د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ متقابل باور لا ټينګ او د خبرو اترو له لارې د دواړو خواوو د پاملرنې وړ مسئلې حل شي.
د ده په وينا نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره بشري مرستې زياتې کړي او هم يې پر مرسته ورکوونکو په تېره بيا پر هغو هېوادونو چې افغانستان کې د پخوانۍ جګړې پړه پرغاړه لري، غږ کړی چې ژر تر ژره له دې هېواد سره مرستې بيا پيل او زياتې کړي او نه شي کولی چې د بشري مرستو په بندولو سره پر دې هېواد سياسي فشارونه واچوي.
هغه همدارنګه ويلي چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان د پرمختګ لپاره پانګه زياته کړي. بېلا بېلې خواوې باید د دوه او څو اړخیزې او سيمه ييزې همکارۍ له لارې د دې هېواد د اقتصاد له بيا احيا څخه ملاتړ وکړي، د افغانستان بانکي سيستم د بيا رغونې لپاره دې ور سره مرسته وکړي او پرمختیایي سرچينې دې ورته برابرې کړي.
فو څونګ دغه راز ویلي چې په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک شتمني د افغانانو قيمتي شتمني ده، نو امريکا دې له شرط پرته دغه شتمني بېرته افغانانو ته ورکړي.