د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د روانې میاشتې په نوبتي خبري ناسته کې د خبريالانو پوښتنو په ځواب کې ويلي چې د چین او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ موخه د ګډو ګټو پر بنسټ برياليتوبونو تر لاسه کول دي. د تعرفې او سوداګرۍ جګړه نه يوازې د نورو هېوادونو بلکې د ځان ګټو ته زيانونه رسوي نو ځکه امريکا باید له پخوانيو تجربو څخه عبرت واخلي او خپلې تګلارې بدلې کړي.
نوموړې زياته کړې چې په حقيقت کې امريکا له چين سره له سوداګرۍ څخه ډېرې ګټې اخيستې دي. په چين کې د امريکايي تصديو صادراتي ارزښت مو د چين په مثبت توازن کې شامل کړی او امريکا ته مو ښه توليدات صادر کړي چې د امریکايانو د پلور توان لا پیاوړی او د دوی د مالونو د ليږد راليږد، د محصولاتو د پلور او پرچون او د الکترونکي سوداګرۍ په صنايعو کې امريکايي وګړو ته ډېر کاري فرصتونه برابر شوي دي.
هغې دغه راز وویل چې امريکايي سياستوالو تل ادعا کړې چې له چین سره سوداګرۍ د دوی هېواد ته زیانونه رسولي او د سوداګرۍ په برخه کې يې یوازې د ځان ګټې لټولې چې دا له بنسټيزو اقتصادي اصولو څخه سرغړونه ده او هم د امریکايي تصديو او مشتريانو د قضاوت توان ته سپکاوی دی. که څه هم هغوی د خپلو ناسمو کړنو لپاره بېلا بېلې پلمې پيدا کړې ، خو د دوی هغه دسيسه ښکاره ده چې غواړي سوداګريزو او اقتصادي مسئلو ته سياسي رنګ ور کړي او له دې لارې يې د چين د پرمختګ مخنیوی وکړي .