د چين د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس درېيمه غونډه د مارچ د ۱۱ مې نېټې په ماسپښين پای ته ورسېده او د پای په ناسته کې يې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جین پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو ګډون کړی و.
په ياده ناسته کې د رايګيرۍ له لارې يو لړ پرېکړې تصويب شوې، چې مطالب يې د چين له حکومتي کاري راپور، د ملي ولسي کانګرېس او سيمه ييزو ولسي کانګرېسونو د استازو قانون له تعديل ، د هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له پلانونو، د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې، عالي محکمې او لوي څاروالي له کاري راپورونو سره اړه لري.