د راپورونو له مخې دغه اورلګېدونه د بنګلدیش په پلازمینه ډاکه کې رامنځ ته شوې ده. اورلګېدنه په لومړي سر کې د ګازو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې خو وروسته یې د کیمیاوي توکو ګودامونو ته لار پیدا کړې. د ډاکه ځايي پولیس وایي چې په پېښه کې ۴۵ کسه وژل شوي دي خو ددې شمېر د ډېرېدو امکان شته دی. د پولیسو په خبره ددوی څېړنې تر دې دمه نه دي بشپړې شوې، خو لومړني معلومات ښيي، چې اورلګېدنه د ګازود چاودنې له امله رامنځ ته شوې او په ډېر شدت یې لمن پراخه شوې ده. ددوی په وینا څېړنې دوام لري او په اړه به یې نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.





































