د ګوند د چلند د لا ښه توب لپاره د شي جين پينګ د مهمو خبرو په اړه کتاب د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوندي تاريخ او اسنادو د څيړنيز انسټيټيوټ له خوا اديټ شوی، په وروستيو کې د چين د مرکزي اسنادو د مطبعې له خوا خپور شوی دی.
ياد کتاب پر نهو برخو ويشل کيږي او پکې د ۲۰۱۲ م کال له نومبر څخه د ۲۰۲۵م کال تر فبرورۍ پورې د شي جين پینګ د راپورونو، ويناوو، هداياتو او د کتابونو د سریزو په شمول څه باندې ۱۳۰ مهم اسناد شامل دي.