د سي جي ټي اېن د يوه تازه سروي نتيجه ښيي، چې زياتره ګډونوال د ټرمپ حکومت د تعرفو تګلارې ته د شک په سترګه ګوري او د امريکا پر سهامي بازار د منفي اغېزو په اړه اندېښمن دي.
د سروې ٪ ۱/۸۶ ګډونوال په دې نظر دي، چې د ګمرکي تعرفې په اړه د ټرمپ حکومت متغیيرې او مخ پر سختېدو تګلارې د پانګوالو سخته اندېښنه پارولې او په دې سره د امريکا د اسهامو په بازار کې سخته زلزله رامنځته شوې ده.
سرچینه وايي چې د یادې سروې ٪ ۸/۸۶ ګډونوال په دې نظر دي، چې د امريکا د اسهامو بازار په دې وروستیو کې سخت ټیټ شوی او د امريکا پر اقتصاد د پانګوالو باور کم شوی دی.
د سروې ٪ ۶/۷۰ ګډونوالو څرګنده کړې، چې د ټرمپ حکومت اقتصادي تګلاره به نه يوازې امريکا ته سخت زيانونه ورسوي، بلکې نړيوال اقتصادي نظام به ګډوډ کړي او د نړيوال اقتصادي احيا ګامونه به ورو کړي.
دغه سروې په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو کې د نړيوالو انټرنيټي کاروونکو د نظرونو پر اساس شوې او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸۷۵ انټرنيټي کاروونکو پکې ګډون کړی دی.