د چين د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې هېواد به يې د مارچ په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې د ايران د اټومي مسئلې په اړه د چين، روسيې او ايران غونډه تر سره کړي.
د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير ما جاو شو به د دې غونډې مشري وکړي او د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ريابکوف سېرګې الېکسېويچ او د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير کاظم غريب ابادي به په دې غونډه کې ګډون وکړي. درې واړه خواوې به د ايران د اټومي مسئلې او نورو پام وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.