د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي د مارچ په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د دغه هېواد د عمده خبري رسنيو له هغو مسؤلينو او خبريالانو سره وکتل چې د دې هېواد د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د درېيمې کلنۍ غونډې په خبري پوښښ کې يې ګډون کړی و.
هغه د دې غونډې د رئيسه پلاوي او د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې په استازيتوب له يادو ټولو خبريالانو مننه وکړه.
د یادونې ده چې جاو له جي د دوو غونډو پر مهال د مارچ په ۵مه نېټه هم د سه چوان ولايت د پلاوي په بحث کې ګډون کړی و.
هغه په دې بحث کې د سه چوان ولايت اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ستايلی او هیله يې ښودلې وه چې دغه ولایت په نوې زمانه کې نوی برياليتوب تر لاسه کړي، څو د چيني شکله عصري کېدو د پوره کولو لپاره خپل خدمت وکړي.
نوموړي د مارچ په ۶مه نېټه د جه ګونګ ګوند، د راستانه شويو بهرنيو چينايانو ټولنې او د بهرنۍ دوستۍ د ملي ټولنې له ګډون کوونکو غړو سره کتلي دي.