د چين، ايران او روسیې د سمندري ځواکونو بيړۍ چې د (امنيتي کمربند – ۲۰۲۵) ګډو پوځي تمرينونو په دويم پړاو کې يې ګډون کړی، د مارچ د ۱۱مې نېټې له غرمې وروسته د ايران په چابهار بندر کې تم شوې او ياد پړاو يې پای ته رسولی دی.
ياد ګډ پوځي تمرينونه د مارچ په ۹ مه نېټه د ايران د چابهار بندر ته نږدې پيل شول او دويم پړاو يې د مارچ له لسمې نېټې څخه تر يوولسې نېټې پورې په سمندر کې ترسره شو او پر مهال يې د درېواړو هېوادونو نظامي بيړيو په شپه کې د نښو ويشتلو او د تښتول شویو سوداګريزو بېړيو د ژغورلو په شمول یو شمېر تمریني پوځي عمليات وکړل.
ټاکل شوې چې د درېواړو هېوادونو ځواکونه به د ګډو پوځي تمرينونو د دويم پړاو له پای ته رسېدو وروسته په بندر او د سمندر پر غاړه درېيم پړاو ترسره کړي او د مارچ په ۱۳ مه به روان ګډ پوځي تمرينونه پای ته ورسوي.