د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۱۳ مه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د بیجینګ په کوربه توب به د ایران د اټومي مسئلې په اړه د چین، ایران او روسيې د درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
دې ویلي چې چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد او د ايران د اټومي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون د اړوندې خوا په توګه پدې نظر دی، چې یاده مسئله دې له سياسي او ډيپلوماتيکو لارو هواره شي، د اټومي وسلو د نه خپرولو په تړاو نړیوال ميکانيزم دې وساتل شي او د منځني ختيځ د سولې او ټکاو لپاره دې هڅې وشي.
نوموړې د چين، روسيې او ايران جوړېدونکې غونډه د بېجينګ د وروستيو ډيپلوماتيکو هڅو نتيجه بللې او په وينا يې د دې غونډې هدف د درېواړو خواړو ترمنځ د نظريو تبادله، د همغږۍ زياتول او د اړوندو خبرو د بيا پيل لپاره د زمينې برابرول دي.
نوموړې زیاته کړه: زموږ په اند، اړوندې خواوې دې له زغم او حوصلې کار واخلي، د ايران د اټومي مسئلې د لاسختېدو مخه دې ونيسي.
دا وايي، چين صميمانه هيله لري، چې بېلابېلې خواوې پر يوه لوري ګامونه پورته کړي، متقابل باور زيات کړي او د خبرو د بيل پيل لپاره رښتينۍ هڅې وکړي.
ټاکل شوې، چې د چين، روسيې او ايران استازي به د مارچ په ۱۴ مه په بېجينګ کې د ايران د اټومي مسئلې په اړه غونډه ترسره کړي. د دې غونډې مشري به د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير ماو جاو شیو وکړي او په غونډه کې به د روسيې او ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزيران ګډون ولري.