د «چين په پسرلي کې له نړۍ سره فرصتونه شريک کوي» تر عنوان لاندې نړيوال ډيالوګ د مارچ په ۱۲ مه د ترکيې په انقره ښار کې ترسره شو.
دغه ډيالوګ د چين ميډيا ګروپ لخوا برابر شوی دی.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال او د ياد ګروپ مشر شن های شيونګ په دې ډيالوګ کې وېډيويي وينا وکړه. په ترکيه کې د چين لوی سفیر جيانګ شوی بين او د ترکيې د منځني ختيځ د څېړنيز مرکز مشر تميز پدې ډيالوګ کې ويناوې وکړې.
د ترکيې او چين د دوستۍ ټولنې، د ترکيې او چين د سوداګريز پرمختګ او ملاتړ ټولنې او د ترکيې او چين د دوستۍ صندوق په ګډون د یو شمېر ارګانونو مسئولينو، سياسي او اقتصاد پوهانو او د رسنيو خبريالانو په ګډون څه باندې ۱۵۰ کسانو پدې ډيالوګ کې ګډون کړی او نړۍ ته د چين د باکيفيته پرمختګ په نغښتي فرصتونو، د چين او ترکيې ترمنځ په اړيکو او همکاريو يې بحثونه کړي دي.