د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۱۳مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې د تېر کال تر پايه پورې بهرنیو پانګوالو په چین کې ټولټال یو ميليون او ۲۴۰ زره شرکتونه جوړ کړي او د ۲۰ ټريليونو او۶۰۰ ميليارډو يوانو بهرنۍ پانګې يې کارولې دي. تېر کال په چين کې د نويو جوړ شويو بهرنيو شرکتونو شمېر شاوخوا ۶۰ زرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۹.۹ سلنه زياتوالی ښيي. په تېرو ۵ کلونو کې په چين کې د بهرنيو پانګوالو د مستقيمې پانګونې د ګټې کچه شاوخوا ۹ سلنه ده، چې په نړۍ کې يې مخکښ ځای نيولی. شمېرنې ته په کتو، چين د نړيوالې پانګونې لپاره ښه او مناسب ځای دی او ډېر زيات بهرني پانګوال د چين پر اقتصاد باور لري.
نوموړې ويلي، چې چین په تېره مياشت کې د بهرنۍ پانګې د ثبات لپاره ۲۰ تدبيرونه خپاره کړي او د ورخلاصون د لا پراختيا او د پانګونې د زياتوالي لپاره يې نوي تدبيرونه وړاندې کړي. سږکال د چين حکومتي کاري راپور ياد کړی، چې باید په چین کې د بهرنيو شرکتونو د پرمختګ لپاره ښه تضمين برابر کړي.