د چین، روسیې او ایران ترمنځ د بېجينګ غونډه د مارچ په ۱۴مه نېټه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير ما جاو شو د دې غونډې مشري کړې او د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ريابکوف سېرګې الېکسېويچ او د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير کاظم غريب ابادي په دې غونډه کې ګډون کړی دی.
د دې غونډې د بحث اصلي موضوع د ایران اټومي مسئله او د بندیزونو لغوه کول و.
درې واړو د ټولو غیرقانوني یو اړخیزو بندیزونو د پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار درلود او د متقابل درناوي پر بنسټ سیاسي او ډیپلوماتیکې خبرې او راشه درشه يې د ستونزو یوازینۍ او مناسبه حل لار وباله
يادو درېو خواوو همدا راز زياته کړې، چې اړوندې خواوې باید د اوسني وضعيت د بنسټيزې مسئلې د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي او د بندیزونو او زوري تهدیدونو څخه ډډه وکړي.
درېو خواوو بيا ويلي، چې «د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون» د اټومي وسلو د نه خپرولو د نړیوال سیسټم بنست دی او ډېر مهم يې ګڼلی.
د دې تر څنګ، يادو درېو خواوو د ګډې علاقې وړ سیمه يیزو او نړیوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادله کړې او پرې يې سرهوکړې ته رسېدلي، چې د بريکس او د شانګهای همکارۍ سازمان په شمول په نړیوالو سازمانونو او څواړخيزو ميکانيزمونو کې بايد خپلمنځي همکارۍ وساتي او نور پياوړی کړي.