د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې هه يونګ چيان د مارچ په ۱۳ مه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې چين د امریکا له هغه پرېکړې سره سخت مخالفت دی چې پر فولادو، اوسپنې او المونيمو يې ٪ ۲۵ تعرفې زیاتې کړې او له دغه هېواد څخه د دې تګلارې د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کوي.
نوموړې په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې امريکا د ملي امنيت په پلمه يواړخيزم او پروټېکشنيزم يا د سوداګرۍ حمايت غوښتنه عملي کوي.