د بنګله دېش په مرکز ډاکه کې د اورلګېدنې په پېښه کې تر اویا ډېر کسان وژل شوي دي. اورلګېدنه د یوې تاریخې سیمې په ودانۍ کې رامنځته شوې ده. چارواکي وایي چې په دې ودانۍ کې د کیماوي توکو ګدام هم دی. د رسنیو په خبره اور نږدې ودانیو ته هم رسدلی دی. اور وژونکي ډله سیمې ته رسېدلې ده خو تر اوسه یې په کنټرولولو بریالۍ شوې نه ده. د بنګله دېش د اور وژنې مشر علي احمد وايي، فکر کوي چې د ګاز ډبې له امله اور لګېدلی او بیا د لومړنیو کیمیايي توکو ګودام ته خور شوی دی. اور دومره تېز خور شوی دی چې خلک یې په ځان پورې حیران کړي دي او د ځان ژغورلو لپاره یې ورته هیڅ وخت نه دی ورکړی.





































