د چین «چيو شی» مجلې د مارچ په ۱۶مه نېټه د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې د رئيس شي جين پينګ لخوا د اقتصاد په هکله مهمه مقاله خپره کړې ده.
په دغه مقاله کې ليکل شوي، چې د بنسټیز اقتصادي میکانیزم د ساتلو په اړه د چين کمونېست ګوند نظرویه روښانه او ثابت دي او دوی په پر له پسي ډول ژور شوي او هېڅکله به بدل نه شي. په یاده مقاله کې دغه راز راغلي چې د چين بنسټيز اقتصادي ميکانيزم د دغه هېواد په اساسي قانون او د کمونېست ګوند په اساسي نامه کې ليکل شوی نو ځکه يې د بدلولو امکان نه شته. د چين کمونېست ګوند او دولت د سوسياليزم پر بنسټيز اقتصادي ميکانيزم ټينګار کوي او په پر له پسي ډول دغه ميکانيزم بشپړوي، په بې بنسټه توګه د دولتي اقتصادي چارې پياوړې کوي او د غير دولتي اقتصاد د هڅولو، پلويتوب او لارښوونې چارې به دوام ولري.