په دې وروستیو کې د چین، ایران او روسیې درې اړخیزه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوې او د نړیوالو رسنیو پراخ پام يې جلب کړی دی. د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اين په نړیواله کچه يوه سروې خپره کړې او پايلې يې ښودلې، چې د دې سروې ۸۷،۸ سلنه ګډونوالو د ايران په اټومي مسئلې کې د چين رغنده رول ستاينه کړې.
د سروې له مخې، ۸۷،۶ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د حل یو مهم پایله ده او ټول هېوادونه باید د دې تړون د مؤثريت ساتنه وکړي. ۸۹،۸ سلنه ګډونوال داسې نظر لري، چې کوم غیر قانوني یواړخیز بندیز، پوځي ګواښ او فشارونه د ایران د اټومي مسئلې په حل کې مرسته نه شي کولای. ۸۹،۵ سلنه ګډونوالو د متقابل درناوي پر بنسټ سیاسي او ډیپلوماتیکې خبرې او راشه درشه د ستونزو یوازینۍ او مناسبه حل لار بللی دی. د دې تر څنګ، ۹۰،۶ سلنه ګډونوال له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې د وضعیت د خرابولو څخه مخنیوی وکړي.