خېبرپښتونخوا کې د تازه بارانونو له امله رامنځته شویو پېښو کې ۱۹ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د خېبرپښتونخوا د طبعي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، د بارانونو له امله د کورونو د نړېدو له امله ۱۹ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي چې د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت هم د اندېښتې وړ دی. ځایي خلک بیا وایي چې دا پېښې د کورونو د چتونو نړېدو او غرونو د ښویېدو له امله رامنځته شوې دي.





































