د ایران د پارلمان غړی حسین علي شهریاري له ایراني حکومته غوښتنه کړې ده چې له پاکستان سره خپله پوله وتړي. هغه د ایران د سپاه پاسداران پر ځواکونو دتېرې اوونۍ برید ته په اشارې ویلي چې پاکستان د پولې ساتنې برخه کې خپله دنده نه اجرا کوي نو باید ورسره پوله وتړل شي. تېره اونۍ د سیستان بلوچستان کې پر ایراني سرتېرو برید وشو چې له امله یې ۲۷ سرتېري ووژل او ۱۳ ټپیان شول. تر برید وروسته ایراني چارواکو پر پاکستان توندې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې دا برید په پاکستان کې پلان شوی وو او له پاکستاني چارواکو یې غوښتنه وکړه چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي کنه نو دوی به خپله لاس په کار شي.





































