د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړي او د مالي او پولي چارو د مرکزي دفتر مشر هه لي فنګ د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د ماليې له پخواني وزير پولسون سره وليدل او د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو او نړيوال اقتصاد په هکله يې د نظريو تبادلې وکړې.
هه لي فنګ په دې لیدنه کې ویلي چې د چین اقتصاد د بيا سمسورتيا او لا ښه کېدو په حال کې دی او بازاري وړاندوينه هم لا ښه شوي او نوی پرمختیایي جوړښت په چټکۍ سره جوړ شوی، نو روښانه راتلونکی به ولري.