د «چين په پسرلي کې له نړۍ سره فرصتونه شريکوي» تر عنوان لاندې نړيوال ډيالوګ د مارچ په ۱۷مه نېټه د بريتانيا په لندن ښار کې تر سره شو.
دغه ډيالوګ د چين ميډيا ګروپ لخوا برابر شوی دی.
د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال او د ياد ګروپ مشر شن های شيونګ دغه ډيالوګ ته ويډيويي وينا وکړه.
په بريتانيا کې د چين لوی سفير جنګ ځه ګوانګ، د چين- بريتانيا د سوداګرۍ ټولنې مشر شيرارډ لويس کاوپيرکولس، د بريتانيا د سنا مجلس غړي نيل داويسون په ګډون څه باندې ۱۵۰ شخصيتونو په دې ډيالوګ کې ګډون کړی.
هغوی د چين د باکيفيته پرمختګ او ورخلاصون کې پر نغښتو فرصتونو، د مصنوعي ځيرکتيا پر نوښتونو او د چين او اروپا تر منځ پر همکاريو بحثونه کړي دي.