د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې خبر ورکړی چې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استاری او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستیال پنګ چينګ هوا به د مارچ په ۲۱مه نېټه د ناميبيا د حکومت په بلنه د دې هېواد د نوي ولسمشر نېتومبو ناندي اېنداټوا د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي .