د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د مارچ په ۱۶مې نېټې ويلي، چې په روان ۲۰۲۵م کال کې به د بهرنيو پانګونو صنعتي چوکاټ پراخ او نوی صنعتي لېست به خپور کړي او په عمده توګه به د مخکښو توليدي چارو، د عصري تخنيک، د انرژۍ سپمولو او د چاپېريال ساتنې په برخو کې د بهرنیو پانګوالو له پانګونې ملاتړ وکړي او د دې ترڅنګ په همدې کال کې به يو بل صنعتي لېست يعنې د چين په منځنيو او لوېديځو سيمو کې د بهرنيو پانګونو صنعتي لېست هم خپور کړي او د بنسټيزو تأسيساتو، تخنيکونو، د خلکو د ژوند او لګښت په برخو کې به بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.
د چين سوداګرۍ وزارت په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې په روان کال کې به د دولت په کچه د اقتصادي پرمختيايي سيمو او د خدماتي چارو د ورخلاصون د پراخوالي په پار د دولتي نمونوي سيمو او د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمو په ډېرو ډګرونو کې بهرنيو پانګونو ته پام واړوي، څو دغه ډګرونه ښه رول ولوبوي.
د معلوماتو له مخې، چين په کوردننه د اقتصادي تخنيکونو ۲۳۲ دولتي پرمختیایي سيمې جوړې کړې دي. که څه هم پراخوالی يې د دغه هېواد د عمومي پراخوالي څه کم درې پر زرمه برخه نيسي، خو عمومي توليدي ارزښت يې د هېواد يو پر لسمه برخه نيسي او پکې کارول شوې بهرنۍ پانګې د کارول شويو عمومي بهرنيو پانګو يوه پر پنځمه برخه نيسي.
اوسمهال نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا د کمزورتيا او د جيوپوليټيکي کشالو له شدت سره مخ دی. خو چين په همدغسې حالت کې د بهرنيو پانګونو د ثابتېدو او د ورخلاصون په پراخوالي سره، نه يوازې خپل باکيفیته پرمختګ ته حياتي ځواک ورکړی، بلکې د سیمې او د نړيوال اقتصاد د ثبات او پرمختګ لپاره يې هم د ملاتير رول لوبولی دی.
د چين د حکومت په سږني راپور کې ډاډ ورکړل شوی، چې هېواد به یې پر ورخلاصون ټينګار ولري.
د چين وروستيو تګلارو او لاسته راوړنو د دغه هېواد د ورخلاصون د ستراتيژۍ مهم اهميت ښکاره کړی دی.
کارپوهان د بهرنيو پانګونو د راجلبولو په برخه کې د چين کليدي غوره والی د دغه هېواد لوی بازار او اغېزناک صنعتي ځنځير يادوي. چين به د ۲۰۲۵م کال د بهرنيو پانګونو د هڅولو په پار په نوي صنعتی لېست کې د پرمختللو توليدي چارو، عصري تخنيکونو، انرژیو او چاپېريال ساتنې په برخو کې ورخلاصون پراخ کړي او په منځنيو او لوېديځو سيمو کې به د تخنيکونو او د خلکو د ژوند او مصرف په برخو کې امتيازي تګلارې غوره کړي او لازياتې بهرنۍ پانګې به راجلب کړي. د چين د تګلارو جوړښتي تنظيم نه يوازې د دغه هېواد د کورنيو صنايعو د ښه والي له اړتياوو سره سمون لري، بلکې د بهرنيو تصديو لپاره يې بېل پرمختیايي فرصتونه هم برابر کړي دي.
د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې پر چيني بازار د بهرنيو پانګوالو باور د لنډمهالو بازاري بدلونونو له کبله نه دی بدل شوی.
په چين کې د جاپاني سوداګرو ټولنه وايي، چې ۵۸ سلنه تصدۍ يې پلان لري، چې په چين کې پانګونې زياتې کړي. دغه راز په چين کې د امريکايي سوداګرو ټولنې هم په يوه راپور کې ويلي، چې ۵۳ سلنه امريکايي تصدۍ غواړي، چې په دغه هېواد کې خپلې چارې پراخې کړي. پر چيني بازار د تصديو باور د ښه سوداګريز چاپېريال ښکارندويي کوي.
چين د ورخلاصون پر مټ د نړيوال کېدو د پرمخبېولو لپاره د ملاتير رول لوبولی او د کمربند او لارې د وړانديز د پلي کولو له لارې يې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي دي.
د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز، د يونان د پيرايوس بندر، د چين او اروپا د اورګاډي پټلۍ او د چین ـ لاوس د ريل پټلۍ په څېر نورو ورته پروژو نه يوازې د نړۍ د بنسټيزو تأسيساتو شبکه بشپړه کړې، بلکې په توليدي چارو کې يې د دوه اړخيزو همکاریو او د تخنيکونو د پلور له لارې يې په نړيوالو صنعتي ځنځيرونو کې د پرمختیايي هېوادونو د شموليت لپاره ګټورې لارې هم برابرې کړې دي.
نړۍ د بې ثباتۍ پر ژۍ ولاړه ده او چين به د ورخلاصون پر مټ د نړيوال اقتصاد د ګډې سمسورتيا لپاره د لنګر رول ولوبوي.