د چين د خارجه وزارت د انترنيټ او ډيجټلي چارو همغږي کوونکي وانګ لې د مارچ په ۱۸مه نېټه د دغه هېواد او اروپايي ټولنې د نهم انترنيټي ډيالوګ په ترڅ کې ويلي، سږ کال د چين او اروپايي ټولنې د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰ مې کليزې سره برابر او هم د دوه اړخيزو اړيکو مهم ټکی دی. چين د اروپايي ټولنې د ډيجټلي چارو پرمختيايي فرصت برابرونکی او د تخنيکي حاکميت د ساتلو همکار دی.
د ده په خبره، چين هيله لري چې اروپايي لوری له خپلو دايمي ګټو لحاظه د ډيجټلي چارو په پرمختګ کې د چين همکار وګرځي.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو ادارې د انترنيټي چارو همغږي کوونکې د دواړو خواوو په نهم انترنيټي ډيالوګ کې د ګډون پر وخت څرګنده کړه، اروپايي ټولنه او چين په انترنيټي او ډيجټلي چارو کې ګډې ګټې او موخې لري. دواړه خواوې بايد صادقانه او ورخلاص ډيالوګ تر سره کړي، خپلمنځي متقابل اعتماد دې زيات کړي او له مختلفو انترنيټي ننګونو سره دې ګډه مقابله وکړي.
د چين او اروپايي ټولنې نهم انترنيټي ډيالوګ د مارچ په ۱۸مه نېټه د بېلژيک په پلازمېنه بروکسيل کې تر سره شوی دی.