د «چين په پسرلي کې له نړۍ سره فرصتونه شريکوي» تر عنوان لاندې نړيوال ډيالوګ د مارچ په ۱۴مه نېټه د قزاقستان په استانه کې تر سره شو.
دغه ډيالوګ د چين ميډيا ګروپ په کوربه توب او په قزاقستان کې د چین د سفارت او د استانه نړیوال پوهنتون له خوا په ګډه تر سره شو.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تبليغاتي څانګې مرستيال او د چين مډیا ګروپ مشر شن های شیونګ دغې ډیالوګ ته يوه ويډيويي وينا وکړه.
په قزاقستان کې د چين د سفير هان چون لين او د استانه د نړيوال پوهنتون د مشر په شمول څه دپاسه ۶۰ تنو استازو په دې فعالیت کې ګډون وکړ. ګډوالو د کمربند او لار وړاندیز او د چین د باکیفیته پرمختګ په بهیر کې نړۍ ته د برابر شویو فرصتونو او د چین او قزاقستان د دایمي او هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو د پرمختګ په اړه د نظریو تبادله وکړه.