د «چين په پسرلي کې له نړۍ سره فرصتونه شريکوي» تر عنوان لاندې نړيوال ډيالوګ پر ځايي وخت د مارچ په ۱۳مه نېټه د سینیګال په ډاکار کې تر سره شو.
دغه ډيالوګ د چين ميډيا ګروپ په کوربه توب تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د نشراتي څانګې مرستيال او د چين مډیا ګروپ مشر شن های شیونګ دغې ډیالوګ ته يوه ويډيويي وينا وکړه.
د سينيګال د ولسمشر سلاکار امادو وونې په شمول د دواړو هېوادونو شاوخوا ۷۰ تنو مېلمنو په دغه ډیالوګ کې ګډون درلود او د چيني شکله عصري کېدو له لارې د افریقا پرمختګ ته د فرصتونه د برابرولو په اړه يې بحث وکړ.