ایران په پام کې لري چې په روانه اوونۍ کې په هرمز تنګي او شااوخوا اوبو کې یې د سمندري ځواکونو درې ورځني پوځي تمرینونه پیل کړي. ایراني رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، چې دا کلني تمرینونه به د عمان له سمندرګي نیولې د هند د سمندر تر لمنو پورې وغځېږي. ایران په هرمز تنګي کې چې د ټولو نفتي تولیداتو له درېیو د یوې برخې د انتقال سمندري لاره ده، منظم پوځي تمرینات کوي. د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان حسین خانزادي ویلي، چې په دې پوځي تمرینونو کې به اوبتلونه، جنګي بېړۍ، هلیکوپټرې او کشفي الوتکې برخه واخلي. په دې تمرینونو کې چې د ولایت ۹۷ په نوم یاد شوي، له کښتیو د توغندیو توغول هم شامل دي. ایران په داسې حال کې دا تمرینونه کوي چې د واشنګټن او تهران په اړیکو کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.