شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ايا اروپا د دفاعي ځانبسياينې لپاره چمتوالی نيولی دی؟

مارچ 23, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

په وروستيو کې د اروپايي ټولنې سرمشريزه د بلژيک په بروکسيل کې تر سره شوه او ګډونوال يې د «تر ۲۰۳۰م کال پورې چمتوالی» په نوم د هغه سپين کتاب په هکله ګډو نظريو ته رسېدلي چې د اروپايي کمېسيون له خوا وړاندې شوی و. خو غړي هېوادونه لا هم د اوکراين او خپل ځان د امنيت په ساتلو کې يو له بل سره توپیرونه لري. شنونکي وايي چې د امريکا د نوې دورې حکومت د اروپا په اړه تګلارې بدلې کړې، د دې حالت پر وړاندې پر امريکا د تکيې کمښت او دفاعي ځانبسياينه د اروپايي هېوادونو ګډې نظريې دي. خو اروپا لا هم د دفاعي ځانبسياينې په برخه کې له ډېرو ننګونو سره مخ ده. د دفاعي ځانبسياينې لپاره چمتووالی زيات وخت او پيسو ته اړتيا لري او لار يې اوږده او ستونزمنه وي.

اروپايي هېوادونه له اوکراين سره د پوځي مرستو په هکله د نظريو توپيرونه لري

د اوکراين بحران د رامنځته کېدو او د دغه هېواد په اړه د امريکا د نوي حکومت د چلند بدلون له کبله د اروپايي هېوادونو امنيتي مفکوره تر زياتې اندازې پورې پياوړې شوې ده.

د اروپايي ټولنې د وروستۍ سرمشريزې یوه مهمه موضوع دا هم وه چې دوی څنګه د اوکراين ساتنه وکړای شي.

د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنیتي تګلارو لوړ پوړې استازې کاجا کالاس په بروکسيل کې ويلي چې اوس په نړيوال نظم کې له ۱۹۴۵م کال راهيسې بې ساري ستر بدلونونه راغلي دي او په وینا يې اوس د اروپا د امنیت د ساتنې لپاره کليدي وخت دی.

له دې سرمشريزې مخکې کالاس د دې ټولنې پر غړو هېوادونو غږ کړی و چې روان کال له اوکراين سره پوځي مرستې څلوېښت میلیارډ يورو ته لوړې کړي. د ايتاليې، هاسپانيا او هنګري په شمول څو هېوادونو له دې وړانديز سره مخالفت ښودلی دی، خو د ختيځې او شمالي اروپا ځينو هېوادونو ور څخه ملاتړ کړی او دغه راز په دې اړه د فرانسې دریځ لا تر اوسه معلوم نه دی.

کالاس د روانې میاشتې په شلمه نېټه ويلي، دا چې د اروپايي ټولنې زياتره هېوادونه د مالي کسر له فشارونو سره مخ دي، نو له اوکراين سره د يادو پوځي مرستو په هکله د ځينو لويو اروپايي هېوادونو رويې ښکاره نه دي. اوس دغه ټولنه د لنډمهاله موخې لپاره هڅه کوي چې په لومړي قدم کې به اوکراین ته د پوځي مهماتو د اخيستلو لپاره پنځه ميليارده یورو ورکړي.

اروپايي خبري رسنيو خبر ورکړی چې تر دې سرمشريزې وروسته له هنګري پرته د اروپايي ټولنې د نورو ۲۶ غړو هېوادونو مشرانو له اوکراين سره د مرستو په اړه يوه اعلاميه لاسليک کړې، خو په دې اړه د نظر توافق ته نه دي رسېدلي چې د پیسو اندازه به څومره وي.

عامه افکار په دې اند دي چې له اوکراین سره د پوځي مرستو د اندازې په اړه د نظر اختلاف د دې ښودنه کوي چې د اروپايي ټولنې په دننه کې د اوکراین د ساتنې په هکله د نظريو توپیرونه شتون لري.

د چين د فو دان پوهنتون د چين او اروپا د اړيکو د څېړنيز مرکز مسؤل جيان جون دې ته په اشارې سره ويلي چې د اقتصادي فشارونو پر وړاندې مختلف ارويايي هېوادونه له اوکراين سره د پوځي مرستو لپاره د پانګو راټولولو او ورکولو په هکله د نظريو توپیرونه لري او دغه راز يې اوکراين ته د سوله ساتونکو ځواکونو د ليږلو او يا د فرانسې له خوا په ذروي لارو چارو د دغه هېواد د ساتلو په هکله موافقې ته نه دي رسېدلي.

اروپا پر امريکا باور نه لري

د فرانسې تاريخ پوه ريموند ارون پخوا ويلي چې په حقيقت کې د لويديځې اروپا دفاعي چارې پر امريکا تکيه کوي چې دا عادي نه ده. په وروستيو کې د امريکا د اتلانتيک په نوم مياشتنۍ مجلې هم په خپلې مقالې کې دغه خبرې يادې کړې او ويلي يې دي چې له اوږدې مودې راهيسې د اروپا امنيت پر امريکا تکيه کړې چې دا دوام نشي کولای. په تېرو دوو میاشتو کې د اروپا او امريکا ترمنځ اړيکې له ځينو ستونزو سره مخ شوې، تر هغه وروسته اروپا اوس پر امريکا باور نه لري.

په وروستيو کې اروپايي هېوادونو پر له پسې توګه پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د دفاعي ځانبسياينه لا پياوړې کړي. د دې ترڅنګ اروپايي ټولنې هم په دفاعي چارو کې زياته برخه اخيستې ده. خو شنونکې وايي، دا چې مختلف اروپايي هېوادونه د دفاعي خونديتوب د ساتلو په هکله د نظريو توپیرونه لري او د پوځي تجهيزاتو برابرولو په برخه کې پر امريکا تکيه کوي او د دفاعي خونديتوب ساتنه يې د پيسو د کښت له فشارونو سره مخ ده، نو که ارويا غواړي خپلواک پوځي صنعتي سيستم جوړ کړي، دا به يو اسان کار نه وي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026

شي جين پينګ نوي ډيلي ته ورسېد

سپتمبر 12, 2026

له نيپال سره د چین د مرستندويه توکو پنځمه جوپه کتمندو ته ورسېده

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In